په کندز کې د افغانې سرې میاشتې له لوري ځانګړې اونۍ ولمانځل شوه. د سرې میاشتې مسؤلین وایي، دا اونۍ هر کال د ميزان د میاشتې په وروستیو کې د مرستو راټولولو لپاره په هېواد کې په مرکز او ولایتونو کې ترسره کېږي.

په دې اونۍ کې راټولې شوې مرستې د سوري زړه ناروغو ماشومانو د درملنې، بې سرپرسته کونډو او یتیمانو د ژوند د اسانتیا لپاره مصرفیږي.

مولوي حبیب رحمان صهیب، د کندز د ولایت مقام مرستیال، وویل چې اسلامي امارت تل د یتیمانو، بې وزلو او د زړه سوري ماشومانو سره مرستې کوي او د هغوی ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه چې تجاران، حکومتي ادارې او خصوصي بنسټونه دې د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ سره مرسته وکړي، تر څو دا ملاتړ پراخ او مؤثر ووسي.

مولوي محمد رضا ناصري، د سرې میاشتې رییس په کندز کې، وویل چې د سرې میاشتې رضاکاره کارکوونکي تل د خلکو په خدمت کې دي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دې میاشتې د فعالیتونو ملاتړ وکړي تر څو رواني ناروغانو، یتیمانو او د زړه سوري ماشومانو ته اړینې مرستې ورسېږي. هغه ټینګار وکړ چې راټولې شوې پیسې مستقیم د ناروغانو او بې وزلو کورنیو لپاره کارول کېږي.

په پای کې د افغانې سرې میاشتې مسؤلین له ټولو افغانانو وغوښتل چې په دې بشردوستانه فعالیتونو کې برخه واخلي، ځکه هره مرسته د یتیمانو، بې وزلو او ناروغانو ژوند ته امید او رڼا ورکوي.

Share.